ایکنانیوز د ۲۱عربی چینل له قوله ر اپور راکړی، د مصر دارالافتاء په دغې اعلامیې کې وئیلي دي، په اسلام کې جهاد مشخص شرطونه او ضابطه لرونکي شرعي مفهوم لري او له رسمي حکومتی او دیني اورګانونو پرته هره ډله یا غیر قانونی اورګان په دې باب کومه فتوا او یا بلنه نشي صادرولی.
په دغې اعلامیې کې وئيل شوی دي، دغه شان حرکتونه د بې ثباتۍ او ناامنئ د زیاتیدا لامل کیږي او پخپله د اسلامی ملتونو لپاره بوږنونکي نتیجې لري.
د مصر دارالافتاء په دغې اعلامیې کې ټينګار کړی دی، چې د فلسطین دملت ملتیا او د فلسطینیانو له حقوقو څخه ملاتړ یوه دیني او انساني دنده ده ،په دې شرط چې دغه چاره په حقیقت پالو چوکاټونو او د فلسطینیانو د ګټو په لړ کې ترسره شي او په بلاغوښتنو سره پلان شوي نه وي چې د هغوی کړاؤنه او دردونه نوره هم زیات کړي او د لازیاتو بحرانونو سبب شي.
په دغې اعلامیې کې دغه راز راغلي دي ، د جهاد اعلان او دجنګ لپاره فیصله شرعا مجازه نه ده ،مګر ددینی حکومت او د هغو د سیاسی رهبرۍ له لارې.
دغه مرکز همداراز اعلان کړی دی ، هغه بلنې چې وګړي ئې درسمي قوانینو په خلاف ورزۍ سره تحریک کوي، د اسلامی قوانینو دخلاف ورزئ ښودنه کوي او په مځکې کې د فساد، اړئ ګړئ د زیاتیدا او پراختیا په باب خبرداری ورکوي.
د مصر د دارالافتاء په اعلامیې کې راغلي دي، د اسلامی امت په سیاسی، پوځي او اقتصادي واقعیّت سترګو پټول او د هغو دنتیجو په نظر کې له نیولو پرته مبارزې ده بلنه، د اسلام د شریعت له عالی اهدافو سره چې د منافعو او دفع ارزښتونو ته تاوان رسوي ، په تضاد کې دي .
د ویلو ده د مسلمانو عالمانو نړیوالې ټولنې څه موده مخکې د غزې په ملاتړ کې د جهاد د وجوب په باب فتوا صادره کړې او ټينګار ئې کړی چې د صهیونیسټي رژيم او د هغو تالی څټو او پوځیانو په ضد چې په غزې تړانګې کې د خلکو په نسل وژنې کې په نیواکي ټاټوبو کې ورسره شریک دي ، جهاد عینی واجب دی.
د الازهر اسلامی مرکز د فلسطین له ملت سره د پیوستون د اعلان لپاره چې دغو شپو ورځو کې په غزې تړانګې د صهیونیسټي ررژيم وحشي ډوله حملو په زیاتیدا سره خامخ دی،د فلسطین بیرغ په ټولنیزو چینلونو کې خپلو لوګو ته ورزیات کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4275384